GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ميانوالي په عيسٰي خېل تحصيل كښې د ګاز پروژې پرانستې نه پس اولسي غونډې ته وېنا

image
APP39-10 MIANWALI: February 10 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi addressing a public gathering. APP

ميانوالي 10 فروری (اے پي پي﴾ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د پاكستان سباؤن په جمهوريت كښې دے٬ د جمهوريت تسلسل سره به هېواد پرمختګ وكړي٬ د كال 2018م نه پس به هم د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت جوړېږي٬ د اوسني حكومت په دور كښې شوې پرمختيائي كار په 65 كلونو كښې هم نه دے شوے٬ د سېنېټ په ټاكنو كښې ضمير خرڅوونكي د اولس استازي نه شي كېدے٬ په هارس ټرېډنګ كښې ككړ خلق به په ډاګه كوو٬ نن هر چا ته د سوئي ګېس كنكشن وركول كېږي٬ په سي اېن جي سټېشنو اوږد قطارونه ختم شوي٬ په هېواد كښې به د چترال نه واخله تر ګوادر د ګاز٬ برېښنا٬ لويو لارو٬ صنعتونو او روغتونونو پشمول نورې پروژې ترسره كولې شي٬ د حسن ابدال نه تر ډيره اسماعيل خان د موټروے پروژې ترسره كېدو سره به د سيمې تقدير بدل شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د ميانوالي په عيسٰي خېل تحصيل كښې د ګاز پروژې پرانستې نه پس اولسي غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ غونډې ته د اېن اے 71 څخه د قومي اسمبلۍ غړي عبېدالله شادي خېل هم وېنا وكړه۔ په غونډه كښې د قومي اسمبلۍ غړو سردار ممتاز ټمن٬ جاوېد اخلاص٬ صوبائي وزيرانو راجه اشفاق سرور٬ تكمين نيازي٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود حنيف عباسي٬ انجم عقيل او صديق الفاروق هم ګډون وكړو۔ غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې عيسٰي خېلو ته په راتګ ډېر خوشحاله شوم٬ عبېدالله شادي خېل او مونږ 25 كاله يو ځائ سياست كړے٬ په دې سيمه كښې د سوئي ګېس د پروژې په پرانسته كولو ډېر خوشحاله شوم٬ په پنجاب كښې د سوئي ګېس لويه پروژه ده په كومه به چې دوه اربه دېرش كروړه روپې لګښت راځي۔ د اېن اے 17 ټولو كورونو ته ګاز وركول زمونږ پلان دے۔ ده ووئيل چې دا د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د حكومت او د نواز شريف كارنامه ده٬ كله چې زمونږ حكومت راغلو نو هغه وخت د ګاز په نويو كنكشنو بندېز و٬ نن چې څوك هم كنكشن ته اړتيا لري٬ وركول كېږي٬ په سي اېن جي سټېشنو لوي قطارونه ختم شوي دي٬ د كال 2013م په ټولټاكنو كښې چې اولس كوم مېنډېټ ﴿ن﴾ ليګ ته وركړے و٬ دا ئې خواږه دي۔ نن د اربونو روپو موټروے په دې سيمه كښې جوړېږي٬ د حسن ابدال نه تر ډېره اسماعيل خان د موټروے پروژه په وروستي پړاؤ كښې ده٬ دې سره به د سيمې تقدير بدل شي۔ د سيمې خلقو ته په روزګار په لاس ورشي٬ ده ووئيل چې په هېواد كښې به د چترال نه واخله تر ګوادر د ګاز٬ برېښنا٬ لويو لارو٬ صنعتونو او روغتونونو پشمول نورې پروژې په نظر راشي۔ دا اولس لپاره د نواز شريف او د﴿ن﴾ ليګ ډالې ده۔ وزيراعظم ووئيل چې د كال 2013م نه وړاندې په پنځه شپېته كلونو كښې دومره كار نه دے شوے څومره چې په دې پنځو كلونو كښې شوے٬ دا د ووټ كاميابي ده٬ د كال 1999م نه تر كال 2008م په هېواد كښې امريت و او د كال 2008م نه تر كال 2013م د پيپلز ګوند حكومت و خو زمونږ د دور د پروژو مقابله نه شي كېدے۔ ده ووئيل چې پوره باور لرم چې په كال 2018م كښې به د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت بيا جوړېږي٬ د اېن اے 71 څخه به عبېدالله شادي خېل بريالې كېږي٬ د پرمختګ سفر به بيا پېل كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې ميانوالي سره نزدې خېبرپښونخوا صوبه پېل كېږي چرته چې د بل ګوند حكومت دے خو د پنجاب وزيراعلٰي شهباز شريف سره مقابله نه شي كېدے٬ نن په نورو صوبو كښې هم دا وئيل كېږي چې كاش مونږ ته هم د شهباز شريف پشان وزيراعلٰي په لاس راغلې وې۔ وزيراعظم ووئيل چې په جولائي كال 2018م كښې اولس ته پرېكړه كول دي٬ مسلم ليګ ﴿ن﴾ د شائستګې٬ خدمت او شرافت سياست كړے۔ وزيراعظم ووئيل چې په مارچ كښې د سېنېټ ټاكنې كېدونكې دي٬ د يو ګوند چې په صوبه كښې يو اېم پي اے هم نه وي٬ هلته ئې كانديد څنګه ټاكل كېدے شي٬ د دې يوه طريقه ده چې ووټ واخستل شي٬ مونږ ته د داسې سياست په ضد جهاد كول دي او چې كوم خلق ووټ په پېسو اخستلو سره سېنېټ ته راشي٬ هغه په ډاګه كول دي۔ هغه به اولسي عدالت ته وړاندې كوو۔ داسې خلق د پاكستان نمائندګي نه شي كولې كوم خلق چې په هارس ټرېډنګ كښې ككړ وي ٬ د هغوي مقابله كول زمونږ ذمه واري ده٬ مونږ ته داسې سياست ختمول دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د اېګري ټېك ملازمين د پخواني وزيراعظم نواز شريف په خاص مهربانې بحال شوي دي٬ د بلې مياشتې نه به دې پروژې لپاره ګاز وركولې شي او دا به روانه شي۔ ده ووئيل چې كله زمونږ حكومت جوړ شو نو هغه وخت پاكستان 10 لكه ټنه سره درآمد كوله٬ په پاكستان كښې كارخانې بند وې٬ مونږ د سرو كارخانو ته ګاز وركړو او سږ كال پاكستان 6 لكه ټنه اضافي سره برآمد كړه۔ دا زمونږ او د تېر وخت د حكومتونو فرق دے٬ وزيراعظم ووئيل چې په غونډو كښې تورونه لګول كېږي خو مونږ په چا تور نه لګوو٬ د خېبر پښتونخوا حكومت د برېښنا پروژو لپاره ګاز وغوښتلو٬ مونږ 100 مليونه كيوبك فټه ګاز وركړو خو څلور كاله وشول د يو مېګاواټ پروژه هم ونه لګول شوه۔ شهباز شريف د بهر په راتلونكي ګاز د 3600 مېګاواټه پروژې ولګولې٬ دا د ريكارډ خبرې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې مسان انټرچېنج به ضرور جوړېږي٬ كلور انټرچېنج به هم جوړولې شي٬ په ميانوالي كښې به مېډيكل كالج هم جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل چې د حكومت پاليسي ده چې په كومه سيمه كښې ګاز راوځي٬ هلته په پنځه كلوميټره سيمه كښې دې اوسېدونكو ته په سمدستي توګه ګاز وركړې شي۔ ده ووئيل چې دلته د پنجاب حكومت صنعتي زون جوړوي٬ دې سره به د روزګار موقعې په لاس راشي۔ وزيراعظم ووئيل چې هغه به د اوبو سكيمونو د ملازمانو د تنخاګانو مسئلې حل كولو لپاره وزيراعلٰي سره خبرې وكړي۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل چې د پاكستان سباؤن په جمهوريت كښې دے٬ چې جمهوريت وي نو پاكستان به پرمختګ وكړي٬ د دې نه علاوه كومه بله چاره نشته٬ اولس ته پرېكړه كول دي چې هغوي خدمت كوونكو ته ووټ وركوي يا يوازې دعوې كوونكو ته٬ د شرافت سياست كوونكو ته رائې وركوي يا د تورونو لګوونكو ټاكنه كوي۔ ده ووئيل چې هيله ده چې د اېن اے 71 اولس به هم پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ ته رائې وركړي۔ د دې څخه وزيراعظم د تحصيل عيسٰي خېل د يو لك 80 زرو نه زياتې آبادې لپاره د ګاز د پروژې پرانسته وكړه په كومه به چې دوه اربه 30 كروړه روپې لګښت راځي او 58 كلوميټره اوږد پائپ لائن به غزولې شي۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج